IQNA

 د مقاومتي مبارزانوغلچکیوعملیاتو کې دوه صهیونیسټان هلاک شول

16:46 - February 22, 2024
د خبر لمبر: 3488769
ایکنا- د اسرائيلو رسندویو له قدس سره نزدې د دوو صهیونیسټانو دهلاکت او څلوروکسانو د ټپی کیدا خبر ورکړی دی.

ایکنانیوز د ایران پریس له قوله راپور راکړ،د صهیونیسټي رژيم یروشلم پوسټ ورځپاڼې نن په یوه راپور کې لیکلي دي،دغه مرګ ژوبلې له قدس ښار سره نزدې په معاله ادومیم سیمې کې په ډزو کې اوښتي دي.

د هغه څه په اساس چې د صهیونیسټ رژيم ۱۲ټيلیویژني چینل  راپور کړي، ۳فلسطینیان چې دغه شهادت غواړي عملیات ئې ترسره کړي دي،هم شهیدان شوي دي.داپه داسې حال کې دي چې  د صهیونیسټ رژیم پولیس مدعي شوی دی چې په دغو عملیاتو کې یوازې اته صهیونیسټان ټپیان شوي دي،د فلسطینیانو دغه شهادت غواړي عملیات د قدس ښار په لور د معاله ادومیم  په سترې لارې کې په داسې حال کې چې په دغې لارې کې ټریفک  رامینځةشوی ؤ،ترسره شوي دي.

د یو بل خبر له مخې؛ صهیونیسټانو نن سهار په رفح ښار کې د شبورا په کمپ کې د الفاروق تاریخي جومات بمبار او په بشپړ ډول شهید کړی دی.

په همدې حال کې د فلسطین د روغتیا وزارت د چهارشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د غزې په تړانګه کې د صهیونیسټانو په بریدونو کې د وژ ل شویو کسانو شمېر ۲۹۳۱۳ تنو او د ټپيانو شمېره ۶۹۳۳۳ تنو ته لوړه شوې ده.

په ورته وخت کې ملګرو ملتو یو ځل بیا ویلي چې غزه د لوَږې او مرګ په مرکز بدل شوی دی او په وینا یې ددغه سیمې خلک خپلو لومړنیو حقوقو ته هم لاسرسی نه لري.

https://farsi.iranpress.com/

captcha